اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سید یوسف رضا ګیلانی د ریزیلینس او تلپاتي سباؤن ترلاسه كولو له تر كال 2030 د تلپا??ي پرمختګ اهداف سر کولو لپاره د زړه پورې هڅو او په لويه كچه خبرتيا او د اختراعي نقطه نظر خپلولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي د هېواد پرمختګ د ميرمنو تعلیم، روزګار او د دوي په خپلو پښو اودرېدو سره تعلق لري۔ لنډ مهاله صدر د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د تلپا??ي پرمختيائي پالیسۍ انسټی ټیوټ (اېس ډي پي آئی) تر سيورې لاندې د 27م تلپاتې پرمختګ کنفرنس پرانستې غونډې ته وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل عصري تګلارو سره مصنوعي زېركتيا او بلاك چین كښې د پېشرفت د لارې سماجي تحفظ او ټولشموله پرمختګ كېدے شي۔ ده د کابین?? غړو ، د زده كړو پوهانو ، ماحولیا??ي پوهانو ، تھنك ټینکس او محققینو ته ووئيل چې تلپاتې تګلارو ته ودې وركولو له به ذمه واره ګړے جوړېدل او د ماحولياتي خبرتيا كلتور ته وده وركول وي۔ ده د سسټېن ایبلټی انوېسټمنټ اېکسپو 2024 د دوېم ایډېشن ستائنه وكړه۔ لنډ مهاله صدر ووئيل د کنفرنس تھیم د جدت او موافقت سره سره د كمزوريو په قوت د بدلولو اهميت هم په ګوته كوي۔ ده ووئيل د موسمیاتی بدلون له امله پاکستان د 5م تر ټولو زيات کمزوري هېواد په حېث د موسمیاتی بدلون زياتو اغېزو سره مخ دے۔ سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل د هېواد موسمیاتي نظم و نسق او تلپا??ي پرمختګ پلو د ستائنې وړ پېشرفت شوے٬ د موسمیاتي او د تلپا??ي پرمختګ قامي پالیسۍ ریزیلینس، تخفيف او د بې وزلۍ ختمولو ، سماجی مساوات، د ميرمنو خپلواكه كولو، زراعت، آبي وسائلو او د توان کارکردګۍ لپاره د يو جامع تګلارې خاکه وړاندې كړې ده۔ ده ووئيل پاکستان پراخه بشري ښېګړې لپاره د تلپا??ي پرمختګ تر نتيجو رسېدو عزم څرګندولو له خبږ وژن 2025 د تلپا??ي پرمختګ هدفونو سره تړلے دے۔ لنډمهاله صدر ووئيل بے نظیر انکم سپورټ پروګرام په لكهونو کمزورو كورنيو سره مالي مرسته كوي دغسې بې وزلي كمولو او تلپا??ي پرمختك ته ودې وركولو لپاره اضافی معاشي اصلاحات کیږي۔ ده ووئيل د پاکستان پارلیمان سولر انرجی ته منتقل کړے شوے، دې نه ځانله د پارلیمان دواړه ايوانونو ماحولیاتی بدلون په اړه قائمه کمېټۍ جوړي كړې شوي دغسې د تلپا??ي پرمختيائي هدفونو په قامي پرمختك ايجنډا كښې ض?? كولو لپاره قانون سازي شوې۔ سید یوسف رضا ګیلانی د بې وزلۍ ختمولو ، صنفی تفاوت لرې كولو ، تعلیم، صحت، د څښلو پاكو اوبو او د بنیادی ډھانچې پرمختګ او ماحولیاتي تحفظ باوري كولو له د هڅو په كولو زور راوړو۔ ده ووئيل د هېواد پرمختګ د ميرمنو تعلیم، روزګار او د هغوې خپلواكه كولو سره تعلق لري ولې چې صنفي مساوات نه يوازې اخلاقي ضرورت بلكې د تلپا??ي پرمختګ يو مهم محرك هم دے۔
Nguồn bài viết : Dự đoán XSMB